هند: افغانستان سره دوامداره همکاري او مرستو ته دوام ورکوو

comments 0

هندوکش ـ هند: د هند د بهرنیو چارو وزیر وایي، هېواد یې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له هڅو ملاتړ او له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوي.
سوبرا مینیام جي شنکر پرون د ملي مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره په کتنه کې ویلي، افغانستان کې سوله هند کې د سولې په معنا ده.
عبدالله دغې کتنه کې ویلي، افغانستان کې د سولې لپاره استثنایي فرصت برابر شوی چې باید له لاسه ونه وځي.
هند ته د ښاغلي عبدالله د سفر پرون څلورمه او وروستۍ ورځ ده.
فضل احمدالکوزی

Comments