هند افغانستان ته ۴ جنګي الوتکې ورکوي

comments 0

هندوکش – هندوستان: هندي رسنۍ وايي، هند له افغانستان سره د ۴ جنګي الوتکو مرسته کوي.

د دې راپورونو له مخې، هند له بلاروس سره تړون کړی، چې افغانستان ته څلوېښت جنګي الوتکې برابرې کړي.

له بل لوري په هند کې د افغانستان پخواني سفير او اوس مهال د جمهوري رياست نوماند شيدا محمد ابدالي هم دا راپورونه تاييد کړي دي او ويلي دي چې په راتلونکو څو مياشتو کې به دغه الوتکې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

د ابدالي په خبره، د دې الوتکو ټول لګښت هم هند ورکوي.

د يادولو ده چې هند تر دې وړاندې هم له افغان حکومت سره د جنګي الوتکو مرسته کړې وه.

محمد امان دوران

Comments