هند افغانستان ته الوتنې ځنډولي

comments 0

هندوکش – کابل: راپورونه وایي، هند افغانستان ته د هوايي شرکتونو الوتنې ځنډولي دي.

د ملکي هوايي چلند ادارې ويلي، د پاکستان له لارې د الوتنو اجازې نه موندلو له امله ټولو هندي هوايي شرکتونو افغانستان ته خپلې الوتنې درولې دي.

د هند او افغانستان ترمنځ هوایي تګ راتګ لپاره د پاکستان هوايي حریم تړل کېدو له امله افغانستان ته نږدې اته میلیونه ډالره زیان رسېدلی دی.

د پاکستان د اعلان پر بنسټ به د افغانستان له لوري د هند ته د ټرانزیت هوايي لاره د اپریل تر لومړۍ نېټې تړلې وي، افغان ملکي هوایي اداره اندېښنه لري چې له یوې میاشتې راهیسې پاکستان هره اونۍ دغه بندیز تمدیدوي.

پاکستان نږدې میاشت وړاندې له هند سره له تاو تریخوالي وروسته خپل هوايي حریم د ټولو الوتکو پر مخ وتاړه.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments