هندی رسنې: دچابهار بندر فعالیدو ستر خند امریکا ده

comments 0

هندوکش – هندوستان: ایران او امریکا ترمنځ شته ستونزې ددي لامل شوي ترسو د چابهار سوداګریز بندر کار وځندول شي.
هندی رسنیو نه په خبرو کې راغلي چې هند د مرکزي آسیا او په ځانګړي توګه افغانستان هیواد سره د سوداګرۍ په موخه ایران کې څه باندي ۵۰۰ ملیونه ډالرو پانګونې هوکړه کړې ده.
خو ددغه بندر کار او د فعالولو موده په ډیر ځند مخته ځي.
رسنې وایي چې دغې برخه کې ترتولو ستر خنډ امریکا جوړ کړی دا ځکه چې نریوال کمپنې د ایران او امریکا تر منځ شخړو له امله نه غواړي بندر کې پانګونه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې هند له یوې لسیزې په دې خوا هڅه کوي چې چابهار بندر فعال کړي ترڅو مرکزي آسیا او نورو هیوادونو ته لار پیدا کړي خو پر ایران د امریکا بندیزونو او د دواړو هیوادونو ترمنځ شخړو دا لړي ځندولې ده.
دغه بندر افغانستان لپاره خورا مهم ګڼل کيږي او ددغه بندر فعالیدو سره سم به افغانستان وکولای شی خپل صادراتي توګې افغانستان نه بهر ولیږي.
محمد امان دوران

Comments

Leave a Reply