هندي چارواکي: په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې 15 پاکستاني وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

هندوکش – هندوستان: د هندي پوځ ډزو کې؛ د پاکستان خاوره کې ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان خاوره کې د هندي الوتکو تر برید وروسته، یو ځل بیا د پاکستان تر واک لاندې کشمېر کې پولیس چارواکو ویلي چې د هندي ځواکونو په ډزو کې درې ښځې او یو ماشوم وژل شوی او ۱۱ نور کسان ټپیان شوي دي.

د ځایي چارواکو په خبره، هندي ځواکونو په مختلفو سیمو ډزې کړې او له امله یې نیکال سیکټر کې د یوې کورنۍ درې ښځې او بله سیمه کې یو ماشوم وژل شوی او د ۱۱ کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

ویل کېږي چې اوسمهال په سیمه کې بېړنی حالت اعلان شوی دی. ځایي رسنۍ وایي، حکومت هر حالت ته تیار دی او ځايي خلکو ته یې هم ویلي چې تیار اوسي، ځکه د دواړو هېوادونو ترمنځ ډزې تبادله کېږي.

په ورته وخت کې هند وايي، بېګا ماښام پاکستان پر کنټرول کرښه له ۱۲ تر ۱۵ ځایونو ډزې کړې چې په ځواب کې هندي پوځ هم ډزې پیل کړې او پاکستاني لوري ته یې پر ځاني زیان سربېره مالي زیان هم اړولی دی.

محمد حنیف بیدار

Comments