هندي ځواکونو کشمیر کې پاکستاني پوځیان ووژل

comments 0

هندوکش ـ هند: د پاکستان او هند ترمنځ په کشمیر کې د کنټرول د کرښې سره نېږدې نښته رامنځته شوې ده، هندي او پاکستاني پوځيانو يو په بل ډزې کړې دي، د هندي پوځيانو د تلفاتو په هکله کوم معلومات شتون نلري خو پاکستاني چارواکو منلې ده چې په دې ډزو کې د دوی درې پوځيان وژل شوی دی او يو ټپي دی‌.
د پاکستان او هند ترمنځ په کشمیر کې شخړې او يو پر بل ډزې په زياتېدو دي، څه موده وړاندې د هند پوځ هغه پاکستاني ترهګر له منځه یوړل چې د هند برخې کشمیر ته د چاودېدونکو موادو سره دننه شوي و او په‌ دې هېواد کې یې د ترهګريزو بريدونو نيت درلود.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر څو اونۍ وړاندې وويل، چې د هند پوځ په پاکستان کې د پوځي عملياتو نیت لري، د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي په نړيوالو غږ کړی و چې هند په دوی د حملې نیت لري، قريشي په داسې حال کې خپل فرياد تر نړيوالو رسوي چې هند د پاکستان له لوري د ورلېږل شويو ترهګرو څخه نور تنګ راغلی دی.
د هند‌ صدراعظم نرېندرا مودي په خپلو وروستیو څرګندونو کې وويل، چې هند د جګړې پلوی نه دی خو اوس د دې توان لري چې د ګواښ او خطر په صورت کې ان د دښمن هېواد دننه عمليات وکړي او خپل بدل واخلي او تروریستان پخپله سزا ورسوي.
هند يوازينی هېواد نه دی چې د هغه تروريستي ډلو څخه کړېږي او پوزې ته ترې راغلی دی، د پاکستان له لوري حمایت کېدونکو تروریستی ډلو چې د جهاد تر نامه لاندې د پاکستان د استخباراتي کړيو پروژې په مخ وړي په ټوله سيمه کې ناکراري رامنځته کړې ده.
په افغانستان کې هم د پاکستان د ملاتړ څخه برخمنې تروريستي ډلې د جهاد تر نامه لاندې چادونې کوی، حملې کوي او هره ورځ په لسګونه بې ګناه افغانان په شهادت رسوي.
پکار ده د پاکستان ددې پاليسۍ په وړاندې چې تروريستي ډلې د خپلو موخو لپاره کاروي سيمه ايز هېوادونه سره يو ځاي شي او پاکستان ته مناسب درس او سبق ورکړي.
وحید امان

Comments