هندي شرکتونه د روغتیا برخه کې پانګونه کوي

comments 0

هندوکش – کابل: هندي شرکتونه افغانستان کې د دولس نیم میلیونه دالرو په ارزښت پانګونه کوي.

یو شمېر هندي سوداګر افغانستان ته راغلي او له اجرایه رییس عبدالله عبدالله سره یې کتلي دي.

دغه هندي سوداګر به افغانستان کې د عامې روغتیا، روغتیا ساتنې، تشخیصیه کلینیکونو جوړولو او د محلي کدرونو روزولو برخه کې تړونونه لاسلیک کړي.

هغوی ویلي، چمتو دي چې خپلو تجربو او لاسته راوړنو په اساس افغانانو ته خدمت وکړي.

اجرایه رییس عبدالله عبدالله له هندي سوداګرو مننه کړې او زیاته کړې یې ده چې افغانستان او هندوستان ښې اړیکې لري او دغه چاره به د دواړو هېوادونو اړیکې لا پراخه کړي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments