هندوستان یوځل بیا افغان پوځ سره د همکاریو ژمنه کړې

comments 0

هندوکش – هندوستان: انډیا تودې ورځپاڼه لیکي چې نوي دیلي کې د هند بهرنیو چارو وزیرې سره لیدنې پر مهال د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر اسد الله خالد ، افغان پوځ د ترهګرۍ ضد جګړې په لومړۍ کرښه کې دی، نو د هند په څېر د خواخوږو هېوادونو همکاریو او مرستو ته اړتیا لري.
بلخوا سوشما سواراج د هند د بهرنیو چارو وزیرې ویلي، هندوستان د افغانستان پوځ او خلکو سره خپلو مرستو او همکاریو ته ادامه ورکوي.
په ورته وخت کې اسدالله خالد له نوموړې سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې هند د هغو هېوادونو له ډلې دی، چې هر کال سلګونه افغان پوځیانو ته روزنه ورکوي.
همدا اوس هم د هند په نظامي پوهنتونونو کې ګڼ افغان نظامیان زده کړې کوي او تر زده کړو وروسته هېواد ته راګرځي. هند څو څو ځله ژمنه کړې چې لا ډېرو افغان پوځيانو ته به په خپل هېواد کې د زده کړو زمینه برابره کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments