هندوستان په شل اوریزه لوبه کې انګلستان ته ماتې ورکړه

comments 0

هندوکش – هندوستان: انګلستان چې اوسمهال د کرکټ شل اوریزه لوبو په سیالیو کې د هندوستان کوربه توب کوي په لومړي شل اوریزه لوبه کې له هندوستان په اټو ویکټو مات شوږ
یاده لوبه چې د انګلستان په کوربه توپ په لاره اچول شوې ده د هندوستان لوبډلې د پچې په ګټو لومړی توپ وهنه انګلستان لوبډلې ته ورکړه.
انګلستان لوبډلې شلو اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره هند ته د ۱۶۰ منډو هدف ورکړ.
توپ وهنه کې جاس بټلر د ۶۹ منډو په جوړولو سره ښه وځلېد.
د هند لپاره کولدیپ یادف خپلو څلور اورونو کې د ۲۴ منډو په ورکولو سره ۵ لوبغاړي وسوځول.
هند لوبډلې یاد هدف د کی اېل راهول د ښې توپ وهنې په مرسته د ۲ لوبغاړو په زیان سره نولسم اور کې پوره کړ او لوبه یې د ۸ ویکټو په شتون کې وګټله.
کی اېل راهول دې لوبه کې ۱۰۱ ناسوځېدلې منډې وکړې او په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې یې دویمه سلیزه هم په خپل نوم کړه.
ویرات کوهلي هم ۲۲ منډې وکړې او په دې سره یې په ۵۶ اننګزونو کې د ۲۰۰۰ تیزو منډو جوړولو ریکارډ هم په خپل نوم ثبت کړ.
هندوستان او انګلستان لومړی درې شل اوریزه، ورپسې درې یو ورځنۍ او په پای کې ۵ ټېسټ لوبې هم ترسره کوي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه شل اوریزه لوبه یې جمعه د شپې پر ۹ بجو ده.
آرش احساس

Comments