هندوستان ټایمز: د افغان ځواکونو لخوا د خراسان لپاره د داعش د مشر اسلم فاروقي پر نیونه تبصره کړې ده

comments 0

هندوکش ــ کابل: هندوستان ټایمز په کابل او نوې ډېلي کې د پټو استخباراتي سرچینو په حواله لیکلي چې اسلم فاروقي (عبدالله اورکزی) هغه څوک دی چې په کابل کې یې د سېکهانو پر ګوردواره وروستۍ حمله پلان کړې وه.
په دې حمله کې چې د تېرې میلادي میاشتې په ۲۵ وشوه د ښځو او ماشومانو په ګډون په‌کې ۲۷ تنه افغان سېکهان ووژل شول.
له دې وړاندې دغه ډلې د کابل په لوېدیځ کې د عبدالعلي مزاري د تلین پر مراسمو د حملې مسؤلیت هم ومانه چې په‌کې لسګونه کسان ووژل او ټپیان شول.
په همدې حال کې د امنیتي چارو پوه حی‌ګل سلیمان‌خېل د داعش ډلې د مشر نیول د افغان امنیتي بنسټونو لپاره لویه لاسته راوړنه بولي او وايي چې په دې سره به دا ډله له ماتې سره مخ شي.
د افغانستان امنیتي او دفاعي بنسټونه هم وايي د داعش خراسان څانګې د مشر نیول په دې ډلې لوی ګوزار دی، خو لا هم د دغه وسله‌والې ډلې پر ضد مبارزې ته اړتیا ده.
د دې دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وویل”په ټوله کې چې امنیتي ځواکونه د ترورېستانو پر ضد عملیاتونه کوي او د دغو ډلو په ځانګړي ډول د داعش مشران په‌‌کې له‌منځه ځي، یا هم نیول کېږي بې له شکه چې دا د افغانستان په وضعیت مثبت تأثیرات لري، راځئ تاسې نن له دوه کاله وړاندې سره مقایسه کړئ، دوه کاله وړاندې داعش ډله په اوج کې وه خو اوس‌يې حضور ډېر زیات کم شوی دی.”
خو د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وویل د له‌منځه وړلو په برخه کې يې باید د سیمې هېوادونه هم مرسته وکړي.
هغه زیاته کوړه: “زموږ په نظر لا هم د داعش ډله یو خطر دی، خو د له‌منځه وړلو په برخه کې يې سیمه‌ییزې اجماع ته اړتیا ده چې له مخې يې باید نه‌یوازې د داعش، بلکې د ټولو ترورېستي ډلو په وړاندې په ګډه مبارزه وشي.”
د افغانستان د ملي امنیت ریاست پرون د اپرېل په ۴مه، د داعش خراسان برخې د مشر اسلم فاروقي د نیولو خبر ورکړ.
د ملي امنیت ریاست په خبرپاڼه کې چې رسنیو ته استول شوې، ویل شوي چې له هغه سره‌یې ۱۹ ملګري هم نیول شوي دي.
دغه ‌راز د افغانستان ملي امنیت شورا ویلي چې اسلم فاروقي په ابتدايي اعتراف کې د داعش د خراسان ډلې او د سیمې د استخباراتو ترمنځ د ارتباط په اړه خبرې کړې دي.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل دا پر ټویټر لیکلي، خو نور جزئیات‌یې نه‌دي ورکړي.
د ملي امنیت په خبرپاڼه کې نه‌ده څرګنده شوې چې اسلم فاروقي او ملګري یې دقیقاً څه وخت او د افغانستان په کومه برخه کې نیول شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments