هندوستان ټائمز: امریکا پر پاکستان ټولې مرستې درولي دي

comments 0

هندوکش – هندوستان: د امریکا ددفاعي چارو څېړونکي وایي چې امریکا دائتلافي همکاریو مرستو کې په بشپړ ډول بدلون راوړې او له مخې یې تردې وروسته به پاکستان ته هیڅ ډول پوځي مرستې ونشي.
د امریکا لخوا دا ګام په داسې وخت اخستل شوی چې طالبانو سره امریکې افغانستان کې دسولې خبرې دپاکستان په مرسته روانې کړي دي اؤ ځېنې څيړونکي نظر ښکاره کوي چې که طالبان اؤ امریکا یو تړون ته ورسیږي نو امریکا به افغانستان کې خپل پوځي موجودیت پړاؤ په پړاؤ کم کړي اؤ په راتلونکي کې کیدی شي چې دپاکستان همکارۍ ته هیڅ اړتیا ونه لري.
بل لوري ته دهند د واک لاندې دکشمیر پلوامه سیمه کې په هندي پوځيانو دشوي ځانمرګي برید نه وروسته پاکستان کې دموجودې تندروه ډلې جیش محمد په څېر د نورو ترهګرو ډلو په ضد د رغنده ګامونو اخستلو دپاره په پاکستان نړیوال فشارونه په زیاتیدو دي.
څېړونکي وایي چې دپلوامه دبرید اؤ ائتلافي هکارۍ پنګو کې دکموت وختونه که هرڅو په اتفاقیه توګه خپلو کې نزدې دي خو دغه پېښې دترهګرو تنظیمونو په بشپړ ډول دمنیځه وړلو دپاره په پاکستان فشارونه سیوا کړي دي.
پاکستان دعوه کوي چې په نزدې وختونو کې یې په خواوشا۷۰ تندروه ډلو بندیزونه لګولي اؤ دهغوئ پنګې یې کنګل کړي دي خو پوښتنه داده چې دپاکستان دا دعوې به دامریکا په ګډون دنړۍ نور هیوادونه تر کوم حده مطمئین کړل شي؟
محمد حنیف بیدار

Comments