هندوستان: ترهګر د افغانستان په ګاونډ کې امن مرکزونه لري

comments 0

هندوکش – امریکا: د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د هند استازي سید اکبر الدین ویلي تر هغه چې د افغانستان په ګاونډي هېواد کې د ترهګرو امن مرکزونه وي نو هلته د ثبات او امنیت راوستل اسانه کار نه دی.
اکبر الدین ویلي د افغانستان په ګاونډي هېواد کې، چې موخه یې پاکستان دی، ترهګر امن مرکزونه لري، هلته روزل کېږي، مالي امکانات ورته برابرېږي او بیا وروسته په بېلو نومونو خپل فعالیتونه مخ ته وړي.
دده په خبره دغه ترهګرې ډلې او شبکې بیا د طالبانو، حقاني شبکې، داعش، جیش محمد او لشکر طیبه تر نامه لاندې په سیمه کې ورانکاري فعالیتونه کوي. نوموړي همدا راز وویل، چې ترهګرې ډلې په زور له خلکو پیسې ټولوي، دوی بې دلیله د پیسو ورکړې ته اړ باسي او تر څنګ یې د نشه يي توکو په چاقاق کې لاس لري.
نوموړي ټینګار کړی، چې د ترهګرو ډلو پر وړاندې دې نظامي تګلاره لا پياوړې شي او دغه ډلې دې له منځه یوړل شي.
اکبر الدین همدا راز ویلي چې که د ترهګرو فعالیتونه ختم نه کړل شي نو د سیمې راتلونکې ته ستر خطرونه جوړولی شي.
فکور نعیمي

Comments