هندوستان تایمز: پاکستان د ترهګرو اصلي مرکز دې

comments 0

هندوکش – هندوستان: هندوستان تایمز ورځپاڼه د بریټانیا پخواني لومړي وزیر ګوردن براون د خاطراتو له کتابه لیکي چې نوموړۍ په دې باور وو چې پاکستان د ترهګرو اصلي ځاله ده.
د هندوستان ټایمز په لیکنې کې راغلي چې ګوردن براون ویلي وو په افغانستان کې د حقاني او داعش ډلو بریدونه زیات شوي، خو پاکستان د دې ستونزې په مخنیوي کې نه یوازې دا چې کمزوری بلکې د ترهګرو په مرکز بدل شوی.
ورځپانې د نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې خپوروي چې ناټو تېره اونۍ پاکستان کې د ترهګرو شتون د سیمی او په ځانګړي ډول افغانستان امنیت لپاره خطر بللې وو.
د بروکسل په ناستې کې د ناټو سازمان سرمنشي په یاده کړې وه ، چې دوي په دې اړه له اسلام اباد سره خبرې کړې خو دوي ورته پام نه کوي.
د یادونې وړ ده چې تردې مخکې هم د بهرنیو هیوادونو لوړ پوړو چارواکو او پوځي شننونو په ډاګه کړې وو چې پاکستان له ترهکرو ملاتر کوي او سیمه کې ترهګرو ته مالي مرستې رسوي.
وحید بیدار

Comments

Leave a Reply