پاکستان د افغانستان او هندوستان پر وړاندې نوې تګلاره خپلوي

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: پاکستاني رسنیو نه په خپور شوي خبرونو کې راغلي چې پاکستان غواړي افغانستان او هندوستان پر وړاندې خپله تګلارې بدله کړي.
رسنې وایي چې د پاکستان د ملي امنیت شورا هند او افغانستان په اړه داسې نوې استراتیژي جوړه کړې چې له مخه یې د دواړو هیوادونو سوله او ثبات تضمین کیدای شي.
راپور کې راغلي چې د پاکستان د ملي امنیت شورا د لومړي وزیر نواز شریف په کور کې غونډه کړې او هلته یې یوه نوې ستراتيژي جوړه کړې ده.
رسنیو زیاته کړې ده چې په دغه تګلاړې کې ټینګار شوی، چې سوله او ثبات په پاکستان او سیمه کې د ټولو ستونزو حل دی. همدا راز یې د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې پر ملاتړ ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده، چې په افغانستان کې به د سولې او ثبات له پروسې ملاتړ کوو او د افغانستان د بیا رغونې په برخه کې به همکارۍ کوو.
دغه استراتیژي کې افغانستان په اړه ویل شوي چې د یوه پرمختللي افغانستان لپاره د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرې مهمې دي او پاکستان به په دې برخه کې همکاري کوي.
نوي تګلارې کې هندوستان په اړه هم پریکړې شوي چې ویل شوي که سیمې ته امنیت او ثبات راشي له هند سره به د پاکستان ډېرې ستونزې حل شي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د افغان سولې په اړه په داسې حال کې څرګندونې کوي چې ډېری افغان سیاستوال او نړیوالې سیاسي څېرې د افغانستان د جګړې ستر لامل او ملاتړی پاکستان بولي او له همدې امله امریکا هم خپلې مرستې پر پاکستان کمې کړي دي.
لمر آشنا

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply