هلمند کې ۲۲ طالبانو وژل شوي

comments 0

هندوکش – هلمند: هلمند کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۲۲ وسله وال وژل شوي او یو بل ټپي دی.
دفاع وزارت خبر ورکړ چې دغه هوايي بریدونه نن د هلمند مرکز، نادعلي، ګرشک او مارجې ولسوالیو کې شوي دي.
د هلمند په نادعلي او مارجي کې افغان ځواکونو له اختر وروسته عملیات پيل کړي چې د مرکز لښکرګاه اړوند سیمو تر څنګ یې د یادو ولسوالیو ځینې سیمې هم له طالبانو نیولي دي.
په ځمکنیو پيل شویو عملیاتو کې زیات شمېر طالبان هم وژل شوي دي.
ځایي خلک د دې سیمو لپاره د دایمي امنیت غوښتنه کوي او مسوولینو ډاډ ښودلی چې یادو سیمو کې به پوستې ځای په ځای کړي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments