هلمند کې ۱۵ وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوپله اوښتې ده

comments 0

هندوکش ـ هلمند: د هلمند ولايت د سنګين نهرسراج او ناوي ولسوالیو کې وسلوالو طالبانو له افغان امنیتي ځواکونو تر منځ مخامخ جګړه شوې.
د یاد ولایت امنیه قومندانۍ وايي، په یادو جګړو کې د وسلوالو طالبانو ۸ تنه وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
سرچینه وایي، چې یادې ډلې پلان درلود څو پر امنيتي پوستو بریدونه وکړي، خو مخکي هدف ته تر رسېدو د افغان امنيتي ځواکونو لخوا د دښمن پلانونه له خنډ سره مخامخ کړل.
د سرچینې زیاتوي، چې د طالبانو دوه جسدونه يو شمير نظامي تجهيزات هم د جګړي پرمهال د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
په ورته وخت کې د افغان ځواکونو د انجينرۍ ټيم له لوري ۱۰ کړي مختلف ماينونه کشف اوله منځه وړل شوي.
د چارواکو په وینا، چي د يادو نښتو پرمهال افغان امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته هيڅ زيان ندی رسېدلی.
عبدآلله اڅکزی

Comments