هلمند کې ۱۲ طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – هلمند: راپورونه وایي، هلمند کې د طالبانو او پولیسو تر منځ نښتو کې دوولس طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

د هلمند امنیه قوماندانۍ له لوري خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې وژل شوي او ټپیان ټول د طالبانو دسرې قطعې غړي دي.

سرچېنې لیکلي د وژل شویو دوولس طالبانو په ډله کې یو یې هم د سرې قطعې قوماندان ملا مومن مشهور په شیخ دی.

د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ دا نښته د شپږسوه یوولس شاهرا کنډک پولیسو کړې ده.

ددغو پولیسو قوماندان څارمن احمد پښتون وايي، د ۶ طالبانو جسدونه درې میله کلاشنکوف او یو دانه د شپې دوربین هم پولیسو ته  پاتې شوي دي.

ننګیالۍ کوهنورد

Comments