هلمند کې یوه نهه کلنه نجلۍ تر جنسي تیري وروسته وژل شوې ده

comments 0

هندوکش – هلمند: د هلمند والې ویاند عمر ځواک پیښه تاییدوي او وایي چې پیښه په نادعلي ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده او د مجرمينو د نيولو هڅې روانې دي.
د نوموړي په وینا، پیښه د هلمند په نادعلي ولسوالۍ که ترسره شوې چې لومړې شپږو کسانو پر نجلۍ جنسي تیرې کړې او بيا یې وژلې ده.
نوموړي زیاته کړه، پیښې کې ښکیل څلور کسان نیول شوي او دوه تنه نور یې لادرکه دي.
یاده دې وي چې، پېښه د دولت د وسله والو مخالفينو تر واک لاندې نادعلي ولسوالۍ ناقل اياد سيمه کې رامنځته شوې ده.
ویل کیږي یاده نجلۍ د يوه دهقان لور ده.
د یادونې وړ ده چې ورته پیښې تردې وړاندې کندز، بدخشان او زابل کې هم ترسره شوي چې له امله یې نړیوالو ټولنو غبرګون څرګنده کړې دې.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments

Leave a Reply