هلمند کې چاودنې شوي

comments 0

هندوکش – هلمند: په هلمند کې دوه پرلپسې چاودنو د والي په ګډون یو شمېر چارواکي ټپيان کړي دي.

له هلمند راپورونه وایي، چاودنې داسې مهال شوي چې نن په دغه ولایت کې د بزګر ورځ نمانځل کېدله.

ځآيي سرچینې وایي، دغو مراسمو ته ګڼ چارواکي ورغلي وو چې پرله پسې دوه چاودنې وشوې.

سرچینې وویل، په ټپيانو کې والي تورنجنرال محمد یاسین خان، د والي مرستیال، دهلمند ملي امنیت مرستیال اونور لوړ پوړي چارواکي شامل دي .

د والي محمد یاسین خان د ټپيآنو روغتیایي وضعیت ډاډمن ښودل شوی دی.

د چاودنو د څرنګوالي په تړاو د پلټنې ډلې کار پيل کړی چې مالوم کړي چاودنې څنګه شوي دي.

ننګیالۍ کوهنورد

Comments