هلمند کې څلور وسله وال نیول شوي دي

comments 0

هندوکش_     هلمند  د هلمند امنیه قومانداني وایي، څلور وسله وال یې د ناوې ولسوالۍ د اڅکزو ښاخ سیمه کې نیولي دي.

له نیول شویو کسانو سره شپږ ماینونه، د ماین د کنټرول یوه دستګاه او ځینې نور مهمات نیول شوي دي.

امنیه قومنداني وایي، نیول شویو کسانو ناوې ولسوالۍ کې فعالیت کو چې په نیول کیدو سره یې د ځینو پيښو مخه نیولې.

ناوه د هلمند هغه ولسوالي ده چې نسبت امن ده، خو ځاي ځای طالبان پکې ورانکارې کړنې ترسره کوي چې د افغان ځواکونو تر تعقیب لاندې دی.

ننگیالی کوهنورد

Comments