هلمند کې څلورغله نیول شوي

comments 0

هندوکش – هلمند: د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې ملي پولیسو؛ هغه څلور تنه غله نیولي، چې د واشېر ولسوالۍ اړوند سیمو او همداراز د ګرشک ولسوالۍ د ښار پر لویه لاره ګڼه ګوڼه سیمو کې به یې وسله والې غلاوې کولې.
د کورنیو چارو وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي، له نیول شويو غلو څخه یو عراده مازدا موټر او یو شمېر لمریزې هېندارې د پولیسو لاسته ورغلې دي.
خبرپاڼه لیکي، د دې ترڅنګ، د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ پولیسو هغه ترهګر چې د امنیتي ځواکونو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او د دولتي منسوبینو په نقلیه وسایطو کې یې ریموټ کنټرول ماینونه ځای پر ځای کوه؛ نیولی دی.
د پولیسو له لوري نیول شوي ترهګر په خپل جرم اعتراف کړی دی.
ننگیالی کوهنورد

Comments