هلمند کې ځانمرګۍ برید مرګ ژوبله اړولې ده

comments 0

هندوکش – هلمند: هلمند کې ځایي مسوولین وایي چې ځانمرګي برید له امله نادعلي کې تلفات اوښتي دي.
د هلمند ولایت رسنیز دفتر نه په خبر کې راغلي چې ځانمرګی برید د نادعلي په ولسوالۍ کې شوی دی.
خبر زیاتوي چې ځانمرګي برید له امله 3 تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د پیښې پخلی کړی دی او ویلي دي چې ځانمرګی برید په پوله ساتو پولیسو شوی دی.
دا په داسې حال ده چې تردې دمه کومې ترهګرې وسله والې ډلې د پیښې مسوولیت په غاړه نه دې اخیستې.
ننګیالې کوهنورد

Comments