هلمند کې ځانمرګی بریدګر موخې ته له رسیدو مخکې ونیول شو

comments 0

هندوکش – هلمند: هلمند کې ځایي چارواکي وایې چې افغان امنیتي ځواکونو یو ځانمرګې بریدګې چې غوښتل یې برید ترسره کړي موخې ته له رسیدو مخکې نیولې دې.
د چارواکو په وینا، ځانمرګې بریدګر هدف ته له رسیدو مخکې د 505 زون پولیسو له خوا نیول شوې دې.
د والي ویاند، رسنیو ته ویلي چې تردې دمه د برید موخه په ډاګه شوې نه ده خو پلټنې روانې دي.
تردې دمه په دې اړه وسله والو ډلو څه نه دي ویلي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments