هلمند کې پوځي عملیات دوام لري

comments 0

هندوکش – هلمند: هلمند کې د افغان پوځ له لوري پيل شوې عملیات اوس هم دوام لري چې بریالي بلل کیږي.
د دوه سوه پنځلس میوند قول اردو قوماندان تورنجنرال عبدالهادي ترین وايي، نهر سراج ولسوالۍ کې د عملیاتو په مهال تازه پرمختګ شوی چې د چارګل، پاینده، مدرسې، حاجي شکور او د حاجي حبیب کلي له طالبانو نیول شوي دي.
په دې عملیاتو کې هوايي ځواک هم د افغان ځواکونو ملتیا کوي.
عبدالهادي ترین وایي، تیره ورځ هوايي بریدونو کې اته طالبان وژل شوي او د هغوی شپږ مهم پټنځایونه هم له منځه وړل شوي دي.
دا عملیات په ټولو هغو سیمو کې کیږي چې د طالبانو فعالیت پکې محسوس کیږي او ګواښونه به له منځه ځي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments