هلمند کې په یوه هوايي بریدکې ۵تنه طالبان ووژل شول

comments 0

هندوکش ــ هلمند: د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې دافغان ګډو ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۵تنه طالب وسلوال وژل شوي دي.
ځايي چارواکي د طالبانو د یادې مرګ ژوبلې پخلی کوي او وايی، چې وژل شوي وسلوال طالبان په سنګین ولسوالۍ کې په هدفي وژنو، چاودنو او نورو ترهګریزو پیښو کې لاس درلود.
دوي زیاتوي، چې په هلمند ولایت کې د طالبانود ځپلو په موخه پراخ ځمکني اوهوايی عملیات روان دي.
چارواکي وايي، چې په ترسره شوو عملیاتو کې ملکي وګړو او افغان امنیتي ځواکونو ته هیڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
عبدالله اڅکزی

Comments