هلمند کې په ملکي وګړو چاودنه شوې

comments 0

هندوکش – هلمند: د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې لسګونه کسانو ته په یوه بمي چاودنه کې مرګ ژوبله واوښته.
د لښکرګاه ښار په لومړۍ حوزه کې پرون جمعه په داسې وخت کې چې ډېر خلک د غېږ نیولو د یوې مسابقې لیدو ته، د غازي محمد ایوب خان په لوبغالي کې را یوځای شوي وو، چاودنه وشوه.
چاودنه هغه مهال شوې چې سیالۍ پای ته رسېدلې وې او خلک له لوبغالي بهر وتل.
د هلمند ولایت چارواکي وايي چاودنه په موټر کې د چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې چې څوارلس کسان پکې وژل شوي او ۴۷ نور ټپیان دي.
ولسمشر دغه برید په کلکو ټکو غندلی دی
ننګیالۍ کوهنورد

Comments