هلمند کې پر طالبانو برید شوی

comments 0

هندوکش ـ هلمند: هلمند په نادعلي او ګرشک ولسوالیو کې په دوه جلا جلا امنیتي پیښو کې ملکي خلکو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د نادعلي ولسوالۍ د ټولنیزي شورا یو غړی د نوم نه ښودلو په شرط وايی، تېر ماښام د کوفکي سیمه هوايي برید شوی ، چې ټولټال ۲۳ طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
سرچینه وایي، برید کې له لسو ډېر طالبان وژل شوي دي.
سرچینه وایي، سیمه کې طابانو تالاشي کوله اوکله چې جومات ته د لمانځه لپاره ننوتل برید پرې وشو .
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي دغه برید د طالبانو په یوې ډلې شوی چې د ملا تور جان په ګډون اوه طالبان وژل شوي دي.
د۲۱۵ میوند قول اردو مطبوعاتي مسول جګړن عبدالقدیر بهادرزی وايي دغه برید افغان ځواکونو کړی چې ۶ وسله وال پکې وژل شوي دي.
ننګیالی کوهنورد

Comments