هلمند کې پر طالبانو بریدونه شوي

comments 0

هندوکش – هلمند: راپورونه وايي، هلمند کې پر طالبانو هوایي بریدونه شوي چې پنځه طالبان پکې وژل شوي دي.
وژل شویو طالبان کې د طالبانو یو سرګروپ هم شامل دي.
دا هوايي بریدونه د مارجې، سنګین او نهر سراج ولسوالیو کې د طالبانو پر مرکزونو شوي.
هلمند کې د دوه سوه پنځلس میوند قول اردو مطبوعاتي دفتر لیکلي د تیرې شپې دغو بریدونو کې د طالبانو د وسلو او مهماتو یوه زیرمه او د نشه یي توکو یوه کارخانه هم له منځه وړل شوې ده.
دا په دې وروستیو کې بل هوایي برید دی چې طالبان پکې نښه کیږي او مرکزونه یې له منځه وړل کیږي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments