هلمند کې پر افغان امنیتي ځواکونو ځانمرګې برید شوی

comments 0

هندوکش – هلمند: د هلمند ځایي چارواکي وایي چې د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې پر ملي اردو ځانمرګې برید شوې چې مرګ ژوبله یې اړولې ده.
د چارواکو په وینا،دغه ځانمرګی برید د نادعلي په شاول سیمه کې د ملي اردو پر سرتېرو شوی دی.
چارواکي زیاتوي، یاد برید د موټر پر مت پر ملي اردو ترسره شوې چې له امله یې دملي اردو 2 کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
تر اوسه د دې برید پړه چا پر غاړه نه ده اخېستي.
په نادعلي کې دم‌ګړۍ عملیات روان دي او ویل کېږي افغان ځواکونو په‌کې ښه پرمختګ کړی دی.
ننګیالې کوهنورد

Comments