هلمند کې پرطالبانو مرګوني بریدونه شوي

comments 0

هندوکش – هلمند: د هلمند په دریو ولسوالیو کې د افغان هوايي ځواک بریدونو کې ۲۵ طالبان وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي دي.
دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې دغو بریدونو کې اوه وسله وال ټپیان شوي د هغوی دوه موټرې او درې موټرسایکلونه هم له منځه وړل شوي دي.
دفاع وزارت وايي، وژل شوي او ټپیان ټول طالبان دي او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments