هلمند کې پرطالبانو عملیات شوي

comments 0

هندوکش – هلمند: چارواکي وایي چې هلمند کې یې پنځلس طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ۶۱۱ لوې لارې پولیسو قوماندان څارمن عبدالبصیر اڅکزی وایي، له نورو ځواکونو سره یې په ګډه د کمپرک سیمه کې یو ورځني عملیات کړي دي.
د اڅکزي په خبره، عملیاتو کې لس طالبان وژل شوي او پنځلس نور ټپيان شوي دي.
نوموړی وایي، عملیاتو کې د طالبانو دېرش پټنځایونه لمنځه تللي او د شپږو طالبانو جسدونه هم په سیمه کې پاتې دي.
اڅکزي ادعا وکړه چې د طالبانو دوه موټرې هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments