هلمند کې پرطالبانو برید شوی

comments 0

هندوکش – هلمند: هلمند کې هوايي بریدونو دوولس وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دفاع وزارت له لوري خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې هوايي بریدونه کې یوولس طالبان وژل شوي او یو بل ټپی دی.
د سرچېنې په لیکنه هوايي بریدونه مرکز لښکر ګاه او مارجې ولسوالۍ کې شوي دي.
دا چې برید افغان او که بهرنیو ځواکونو کړی په اړه یې مالومات نه دي ورکړل شوي او طالبانو هم تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments