هلمند کې پرطالبانو بریدونه شوي

comments 0

هندوکش – هلمند: پوځ وایي چې په هلمند کې یي شلو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده .
له ۲۱۵ میـونـد قـول اردو له لورې په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې پوځ دسنګین ولسوالۍ اړوند په زعفران سیمه کې پر طالبانو هوایي بریدونه کړي چې پنځه وژل شوي او څلور ټپيان دي.
په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې همداراز پوځ په موسي کلا ولسوالۍ کې هم هوایي برید کړې چې څلور طالبان وژل شوي او اوه نور ټپيان دي.
پوځ وایي په هوایي بریدونو کې د طالبانو وسلې او مهمات هم لمنځه تللي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې اوسمهال په نادعلي، ګرشک، ناوې او مارجي ولسوالیو کې پوځي عملیات دوام لري خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
ننګیالې کوهنورد

Comments