هلمند کې پرطالبانو بریدونه شوي

comments 0

هندوکش – هلمند: د هلمند په موسی کلا او سنګین ولسوالیو کې د هوایې بریدونو له امله اته طالبان وژل شوي دي.
د ۲۱۵ میوند قول اردو مطبوعاتي د فتر وایې، تیره شپه بهرنیو ځواکونو په سنګین ولسوالۍ کې د یوه هوایې برید پر مهال څلور طالبان وژلي.
د پوځ مسوولین وايي، په موسی کلا او سنګین ولسوالیو کې بیا د دوو بریدونو له امله درې نور طالبان هم وژل شوي دي.
خبرپاڼه وایې، په موسی کلا ولسوالۍ کې یو مهم مرکز هم په نښه شوی او له منځه وړل شوی دی.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments