هلمند کې نظامي کسان له دندو لیرې شوي

comments 0

هندوکش – هلمند: په هلمند کې د فساد او وظیفوي غفلت په تور ۲۱۷ نظامي کسان له دندو ګوښه شول.
په هلمند کې د میوند قول اردو وایی، د پولیسو او اردو په لیکو کې یو شمېر کسان د پیسو او واسطو په زور شامل شوي وو، چې امنیتي وضعیت یې هم خراب کړی و.
د میوند قول اردو قوماندان ولي محمد احمدزی وایي، ۲۱۷ ساتمنان، افسران، سربازان او نور مامورین یې د اداري فساد او وظیفوي غفلت له امله ګوښه او عدلیي او قضایي ارګانونو ته ورپېژندلي دي.
احمدزي دا هم ویلی چې د اوربند د پلان سره سم له تعرضي حالت څخه دفاعي حالت ته راغلي دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments