هلمند کې نشه‌يي توکي نیول شوي

comments 0

هندوکش – هلمند: هلمند کې پولیسو ۱۲۱۸ کلیوګرامه خام چرس نیولي دي.

امنیه قومنداني وایي، تیره ورځ د ګرمسیر ولسوالۍ پولیسو په ګرمسیر ولسوالۍ هغه ۱۲۱۸ کلیو ګرامه خام چرس ونیول چې په دوه موټرو کې په ماهران ډول ځای په ځای شوي و.

د نشه یې توکوسره د مبارزې مدیرسمونمل محمد ولي غوثي وایي د نشه یې توکو په تور څلور تنه له دوه میله کلاشنکوف سره نیول شوي دي چې دم ګړی ترې پلټني هم دوام لري.

هلمند د نشه يي توکو د کښت ستر ولایت یادیږي چې طالبانو ترې زیاته ګټه لاس ته راوړي.

د هلمند د جګړې په اړه ویل کیږي چې د نشه يي توکو جګړه ده او طالبان خلک مجبوروي چې نشه يي توکي کښت او قاچاق کړي او دوی ته پکې برخه ورکړي.

ننګیالۍ کوهنورد

Comments