هلمند کې نجونې مسمومې شوي

comments 0

85 Views

هندوکش – هلمند: د هلمند مرکز لښکر ګاه ښار د انجونو لېسې ۴۰ زدکوونکې مسمومې شوي دي.
د هلمند د عامې روغتیا ریس امین الله عابد وايي، مسمومې شوې انجونې په وخت روغتون ته لیږدول شوي او اوس یې وضعیت د ډاډ وړ دی.
ویل کیږي چې مسمومې شوې انجونې ټولې د یوولسم ټولګي زدکوونکې دي.
تراوسه د انجونو د مسمومیدو لامل نه دی مالوم خو څېړنې پیل شوي دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments