هلمند کې موتر پر مټ ځانمرګې برید شوې

comments 0

172 Views

هندوکش – هلمند: د هلمند سیمه ییز چارواکو رسنیو ته ویلي چې وسله والو طالبانو غوښتل د ګرشک پر ولسوالۍ ځانمرګې برید ترسره کړي چې موخې ته له رسیدو مخکې ووژل شو.
په ترلاسه شوي رپوټ کې ویل شوي دي چې برید کوونکي غوښتل چې د ولسوالۍ په منځ کې چاودنه وکړه چې خپل هدف ته د رسیدو نه مخکې په دروازه کې ځان ولوزو.
د هلمند ګرشک ولسوالۍ سیمه ایزو چارواکو خبري رسنیو ته ویلي دي چې پدې پيښه کې ۳ نته ټپیان شوي دي چې ټپیان هم امنیتي سرتیري دي.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments