هلمند کې ماین چاودنی درې امریکایان وژلي

comments 0

هندوکش – هلمند: په هلمند کې که څه هم ځایي چارواکو څه نه دي ویلي خو طالب وسله والو د پیښې پخلې کړې دې.
طالبانو ادعا کړې چې تیره ورځ غرمه مهال یې د هلمند ګرمسیر ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو یو ټانګ په ماین الوزولی دی.
د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه چاودنه یې د ګرمسیر ولسوالۍ اړوند د ګولن اغا غونډۍ ته څیرمه د امریکایي ځواکونو په ټانګ ترسره کړې چې پکې سپاره ۳ تنه عسکر یې وژلی یو تن بل یې ټپي کړی دی.
تر اوسه د یادې چاودنې او بهرنیو ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه د هلمند ولایتي چارواکو او افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو مطبوعاتي دفتر څه ندي ویلي.
دا پداسې حال کې دی چې د فراه ولایت مرکز کې هم تیره ورځ په هوایي اډه د بهرنیو ځواکونو پر پټن ځای طالبانو دوه توغندي وار کړي دي چې وایي مرګ ژوبله یې هم اړولې ده.
ننګیالې کوهنورد

Comments