هلمند کې ماین جوړوونکې په خپل ماین ووژل شو

comments 0

هندوکش – هلمند: د هلمند له رسنیو دفتر نه په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي چې هغه ماین جوړوونکي ووژل شوې چې ترهګریزو کړنو کې یې لاس ډرلوده.
د رسنیز دفتر په وینا، په ګرمسېر ولسوالۍ کې پر یوه ماین جوړوونکي خپل ماین چاودلی چې په نتیجه کې یې ماین جوړوونکی او د هغه د کورنۍ ۲ غړي وژل شوي دي.
په دې چاودنه کې چې پرون یکشنبه ماسپښین د ګرمسېر ولسوالۍ په شمالان سیمه کې وشوه، د ماین جوړوونکي د کورنۍ د ۷ ماشومانو په ګډون ۱۱ نور غړي هم ژوبل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې کورنۍ ټپیان اوس تر درملنې لاندې دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments