هلمند کې له وسلو او مهماتو یو ډک موټر ونیول شو

comments 0

هندوکش ــ هلمند: د هلمند ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د مرکز لښکرګاه ښار په اړوند سیمو کې له وسلو او مهماتو یو ډک ټونېس ډوله موټر نیولی دی.
په یاد موټر کې یو میل کلاشینکوف، یو میل ام-۱۶، ۳۷۲۰ بېلابېل ډوله ګولۍ او یو شمېر نور مهمات په ځیرک ډول ځای پر ځای شوي وو.
د دې قضیې په تړاو د پولیسو څېړنې روانې دي.
د یادونې وړ ده چې د دې وسلو او مهماتو په نیولو کېدو سره له ګڼو ترورېستي پېښو مخنیوی شوی دی.
عبدالله اڅکزی

Comments