هلمند کې له خدمتي پولیسو شکایت

comments 0

هندوکش – هلمند: هلمند کې موندنې ښيي چې نږدې شپږ سوه پولیس خدمتي دي چې د پراخ فساد زمینه یې برابره کړې.
هلمند چې د ناامنیو او جګړې په تړاو انديښنې پکې زیاتې دي د پولیسو تشکیل ۵۶۵ کسان یې خدمتي دي چې د پولیسو په لیکو یې ناسم اغیز کړی.
د هلمند امنیه قومندان مني چې نږدې شپږ سوه سرتېري یې خدمتي ورکړي، خو دا خپل مجبوریت یادوي.
امنیه قومندان وايي، ځینو ادارو ته یې پولیس خدمتي ورکړي او پولیس دنده لري چې د هغو ادارو امنیت وساتي، ځکه هلمند کې امنیتي ګواښونه شته او پولیسو یې له وړاندې چمتووالی نیولی.
د هلمند امنیه قومنداني وایي، خدمتي پولیس یې یواځې هغو ادارو او اشخاصو ته ورکړي چې ګواښ ورته شته او پولیس مجبور دي چې امنیت یې خوندي کړي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments

Leave a Reply