هلمند کې غله نیول شوي

comments 0

هندوکش – هلمند: د هلمند پولیسو په واشېر ولسوالۍ کې درې غله نیولي دي.
د هلمند امنیه قومنداني وايي، نیول شویو کسانو به په لویه لار له مسافرینو پیسې او نور توکي د وسلې په زور اخیستل.
دا کسان د کابل ـ هرات پرلویه لار د واشېر ولسوالۍ اړوند سیمه کې له یو موټر او وسلو سره نیولې دي.
په دې لار ځای ځای وسله وال غله راوځي او مسافر لوټي.
د دې لارې په اوږدو کې اوس ګرځنده ګزمې ګرځي چې غله پيدا او ونیسي.
نیول شوي غله تر پوښتنو لاندې دي او عدلي او قضايي ارګانونو ته به وسپارل شي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments