هلمند کې عایداتو پر سر خپلمنځي نښتو کې درې طالبان وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – هلمند: میوند قول اردو پیښه تاییدوي او وایي چې یاده پیښه د هلمند ولایت نادعلي ولسوالۍ کې ترسره شوې چې له امله یې درې طالب وسله وال وژل شوي دي.
هندوکش خبري ویب پاڼې ته یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي دي چې، نښته هغه مهال د طالب وسله والو دوو ډلو ترمنځ رامنځته شوه چې د طالبانو یوې ډلې د عایداتو ټولو په موخه سرک پر سر پاټک اچولې وو او بله ډله راورسیده او د عایداتو د تقسیمولو خبره یې وکړه.
د سرچینې په وینا، ملا براهم زاده چې دې لومړي پاټک مشري کوله د دوهمې ډلې مشر ته د حق له ورکولو دډه وکړه چې له امله یې دواړو ترمنځ نښتې ترسره شوې چې د یادو ډلو درې کسانه مړه او یو شمیر ټپیان شول.
سرچینه زیاتوي، له جګړې سمدستې لس دقیقه وروسته افغان امنیتي ځواکونو سیمې ته ورسیدل او د طالب وسله والو دریو مړو غړو په ګدون ګن شمیر سلاح او مهمات امنیتي ځواکونو لاسته را ولویدل.
د یادونې وړ ده چې طالبان د هیواد په لرې پرتو سیمو کې د عشر او زکات په نوم له خلکو پیسې، خوراکي مواد او داسې نور د اړتیا وړ شیان په زوره اخلي او خپل موخې ته رسیدو په هدف ترې ناوړه ګټه پورته کوي.
ننګیالې کوهنورد

Comments