هلمند کې طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – هلمند: له ۲۱۵ میوند قول اردو له لورې په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې پوځ د نادعلي او نهرسراج ولسوالیو په اړوند سیمو کې عملیات کړي دي.
په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې درې طالبان د نادعلي ولسوالۍ په لوی مانده سیمه کې له پوځ سره په نښته کې وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې بهرنیو د نهرسراج ولسوالۍ په اړوند سیمه کې پر طالبانو هوایي برید کړی چې یو طالب وژل شوی دی.
پوځ وایي په عملیاتو کې یي د طالبانو وسلې او مهمات هم له منځه وړي د.
ننگیالی کوهنورد

Comments