هلمند کې طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – هلمند: هلمند کې شپږ طالبان وژل شوي او ټپيان دي.
د هلمند پولیس وایي، د نهر سراج ولسوالۍ یخچال سیمه کې د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې دوه طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د عملیاتو په جریان کې پنځوس کړۍ ماینونه هم شنډ شوي او پولیسو وړاندې تګ کړی دی.
یاده سیمه کې د افغان ځواکونو عملیات لا هم دوام لري چې ګواښونه له منځه یوسي.
د هلمند پولیس وایي، ټولو هغو سیمو کې یې د عملیاتو پلان جوړ کړی چې طالبان پکې وخت ناوخت فعالیتونه کوي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments