هلمند کې طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – هلمند :کورنیو چارو وزارت وایي، هلمند کې ۱۲ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

کورنیو چارو وزرات له لوري خپره شوې خبرپآڼه لیکي، د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ د تاریخ زابر په سیمه کې د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو ترمنځ په مخامخ جګړه کې، پنځه ترهګر طالبان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

د دې ترڅنګ؛ هلمند کې یو تن چې غوښتل یې په دولتي موټرو چسپکي ماینونه وچوي، د ملي پولیسو له خوا له پنځو نورو شکمنو کسانو سره نیول شوی.

د وزارت خپرپاڼه وایي، له یادو کسانو څخه چسپکي ماینونه، کلاشینکوف، راکټ، موبایلونه او چاودېدونکي توکي نیول شوي دي.

ننګیالۍ کوهنورد

Comments