هلمند کې طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش_ هلمند: راپورونه وایي، د هلمند ګرشک کې د عملیاتو په مهال اوه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دوه سوه پنځلس میوند قول اردو مطبوعاتی دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې دغې نښته کې څلور طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
دا عملیات په ځینو سیمو کې د طالبانو پرضد پيل شوي چې له پښو یې وغورځوي.
په عملیاتو کې هوایي ځواک هم د ځمکنيو ځواکونو ملاتړ کوي او په هوایي بریدونو کې په تېرو څو ورځو کې طالب قومندانان هم وژل شوي دي.
هلمند کې په دې وروستیو کې د عملیاتو پر مهال د طالبانو نظامي مرکزونه او د نشه یي توکو فابریکې هم په نښه شوي او له منځه تللي دي.
سرچېنې خپل لور ته د مرګ ژوبلې اوښتو یادونه نه ده کړې.
ننګیالی کوهنورد

Comments