هلمند کې طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – هلمند: هلمند کې د پولیسو له خوا دوه ترهګر طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، د هلمند ولایت په زنبولي سیمه کې د ملي پولیسو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو دوه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو دوه میله کلاشینکوفونه هم د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي.
د هلمند په ځینو نورو ولسوالیو کې هم د افغان ځواکونو په عملیاتو کې پرمختګ شوی دی.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments