هلمند کې طالبان وژل شوي

comments 0

22 Views

هندوکش – هلمند: د هلمند نادعلي او سنګین ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې نهه طالبان وژل شوي، یو یې ټپي او د طالبانو دوه مرکزونه له منځه وړل شوي.
د دوه سوه پنځلس میوند قول اردو له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې دغه عملیات په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ګډو افغان ځواکونو له لوري د هوايي ځواک په ملتیا شوي دي.
په خبر پاڼه کې ر اغلي چې د عملیاتو په مهال ۲۴ کړۍ ښخ شوي ماینونه چې په لویو لارو، پلچکونو او سړک غاړو تر څنګ ځای پر ځای شوي وو، کشف او له منځه وړل شوي دي.
سرچېنې خپل لور ته د مرګ ژوبلې اوښتو یادونه نه ده کړې.
ننګیالې کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments